ایکنانیوز د المسیره ټيلیویژنی چینل له قوله راپور راکړ،د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام پرون د د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۶ کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیې کې د ایران رهبرۍ، حکومت او ملت ته په مبارکۍ وئيلو سره ټينګار وکړ،د ایران اسلامی انقلاب د نړیوالو استکباري قدرتونو په وړاندې د اسلامی او انساني ارزښتونو د بریالیتوب په معنا دی.
محمد عبدالسلام په دغې اعلامیې کې وئيلي دي، دا موضوع د ایران د اسلامی انقلاب لپاره ثبت شوې ده چې د فلسطین له موضوع ئې ملاتړ کړی دی او په فلسطین او لبنان کې د مقاومتي غورځنګونو ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوي.
د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوي دغه راز په دوام کې ټينګار کړی دی؛ د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته په لسیزو کې، ایران د فلسطین آئيډئيل ته د یوه ترټولو وفادار اسلامی هیواد په توګه ظاهر شوی دی. او تر نن ورځ پورې ئې د فلسطین او لبنان د مظلومو او مستضعفو ملتونو بشپړ ملاتړ کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4265340